ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور ورکړی ، سیدعبدالمالک الحوثي پرون په یوې وینا کې روښانه کړې ده ، دښمن په غزې تړانګې کې د مظلومو خلکو په ضد ډول ډول جنایتونو ته دوام ورکوي او هماغه شان د فلسطینیانو عامو وژلو ،برمته کولو ، نسل وژنې او ویجاړید ا اقدامات کوي.
هغه زیاته کړې ده ،صهیونیسټي دښةن د فلسطین د ملت دعامې وژلې لپاره نوی تکتیکونو څخه استفاده کوي چې په هغو کې د دوی په ډرونز د لګیدلو لاؤډسپيکرو له الرې د مرستې غوښته او د چغو پورته کول شامل دي څو خلک د مرستو د غږ په اوریدو سره د غږ وآخوا ته ورشي او په یوه ځاي کې د خلکو له غونډيدا وروسته پر هغوی یرغل کوي.
سید عبدالمالک الحوصي روښانه کړې ده ، د طبی عملې وژله او د ناروغانو د بدنونو د غړو غلا کول، د قبرونو پرانیستل دغزې تړانګې په ضد په جنګ کې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو یو اړخ دی . هغه په عین حال کې ووئیل، وحشي صهیونیسټي رژيم په غزې کې روغتونونه په ډله ایزو قبرونو بدل کړي دي. هر کار چې وحشي صهیونیسټي رژيم ئې کوي، د امریکایانو په هر اړخیز مالی ، سیاسی اووسلوالو ملاتړونو سره ئې کوي.خو بیا هم د بشری حقوقو ادعاګانې کوي او ځانونه ئې د بشری حقوقو ټیکداران جوړ کړي دي.باید نړیواله ټولنه دې په خود کې شي او په غزې تړانګې کې د بشریّت په ضد روان بونږنکي جنایتونو د دوام مخه دې ونیسي او د جنایتکارو د سزا کولو لپاره دې لاس په کار شي.